د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي کلینیک روغتون ته ارتقا وکړه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۴:۲۴
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي کلینیک روغتون ته ارتقا وکړه

هغه مراسم چې په همدې اړه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې جوړ شوي وو، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم سربیره د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ، استادانو، کارکوونکو او یو شمېر میلمنو هم حضور درلود.

د لوړو زده کړو سرپرست د دغه روغتون ارتقا د هېواد یو له مهمو لاسته راوړنو څخه وګڼله او ویې ویل: د ویاړ ځای دی چې ورځ په ورځ د هېواد د روغتیایي برخو د پر مختګ شاهدان یو.

نوموړی زیاته کړه کوم امکانات چې د اسلامي نظام په لاس کې دي، د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره به یې د روغتونونو په اختیار کې ورکړي، څو د روغتیایي برخو لا پراختیا او ودې لپاره زمینه برابره شوې وي. 

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات د ستوماتولوژي تدریسي روغتون له خدماتو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: چې د روغتون د ودې او پراختیا همدارنګه د پرسونل د کمبود او تشکیل ستونزې د حل لپاره هڅې کوي، څو د ناروغانو د درملنې لپاره ښه زمینه برابره شي.

د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د مسؤولینو په وینا په وروستیو دوه کلونو کې دغه روغتون په مختلفو برخو کې د پام وړ درملنه او پېچلي عملیاتونه تر سره کړي او لویې لاسته راوړنې هم لري، چې له دې ډلې یوه یې د غاښونو کېنول(اېمپلنټ) دی چې دغه څانګه په روغتون کې نوې رامنځته شوې او فعالیت لري، مسؤولین زیاتوي:
 د درملنې او عملیاتونو په برخه کې داسې څېړنې تر سره شوې چې په نړیوالو ژورنالونو کې هم خپرې شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون په (۱۳۸۶) لمریز کال کې د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک په نوم د کابل طبي علومو پوهنتون په چوکاټ کې په فعالیت پیل وکړ او اوس‏ مهال دغه روغتون د پرمختللیو او عصري طبي وسایلو په لرلو سره د ستاژرانو د زده کړو تر څنګ هېواد والو ته روغتیایي خدمات هم  وړاندې کوي.
 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۰
Background image

آمریت ارتباط و آگاهی عامه (نشرات) پوهنتون علوم طبی کابل به منظور آگاهی‌دهی و ترویج ارزش‌های دینی، یک بروشر معلوماتی در مورد ماه مبارک رمضان تهیه و توزیع کرده است. 

آمریت ارتباط و آگاهی عامه (نشرات) پوهنتون علوم طبی کابل به منظور آگاهی‌دهی و ترویج ارزش‌های دینی، یک بروشر معلوماتی در مورد ماه مبارک رمضان تهیه و توزیع کرده است. 

این بروشر حاوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

مشاور و شماری از رئیسان معینیت مالی و اداری وزارت تحصیلات عالی کشور به منظور ارزیابی روند کاری معاونیت مالی و اداری پوهنتون و آمریت های مربوطه آن، از پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» بازدید کرد. 

این هیئت در جریان سفر کاری خویش با معاون مالی و اداری پوهنتون، مسئولان آمریت‌های ارتباط و آگاهی عامه(نشرات)، تدارکات، مالی، امور کارکنان و سایر بخش‌های مربوطه نشست‌های جداگانه برگزار. . .

BACK TO NEWS