د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د ودانیزو چاررو پروژې شرکت له مسوولینو سره د دغه پروژې د پاتې چارو غوره تر سره کېدو په اړه د همغږۍ فوق العاده ناسته تر سره شوه 

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۴۵
د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د ودانیزو چاررو پروژې شرکت له مسوولینو سره د دغه پروژې د پاتې چارو غوره تر سره کېدو په اړه د همغږۍ فوق العاده ناسته تر سره شوه 

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د لوړو زده کړو او ښار جوړونې وزارتونو له انجنیرانو او سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د ساختماني پروژې شرکت له مسوولینو سره په داسې حال کې چې د علي آباد تدریسي روغتون رئیس دوکتور عبدالمطلب شینواري او د سرطاني ناروغیو( آنکولوژي ) څانګې آمر او استادانو  هم حضور درلود لیدنه وکړه او د یادې پروژې د پاتې چارو تر سره کېدو او په دغه برخه کې د شته ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې. 

د مالي او اداري چارو مرستیال دغه مرکز په ملي کچه مهمه او حیاتي پروژه وبلله او ژر تر ژره  د دغه پروژ ې پر بشپړېدو یې ټینګار وکړ. همدا رنګه له ټولو هغو مراجعو څخه چې په دغه پروژه کې دخیل دي غوښتنه وکړه چې له وزارت سره د کار جریان په شریکولو او پروژې د ستونزو په له منځه وړلو کې اقدام وکړي. 

له بلې خوا د لوړو زده کړو او ښار جوړونې انجنیرانو او د شرکت مسوولینو هغه ستونزې او بدلونونه چې  د پروژې په چارو کې را منځته شوي وو له مالي او اداري مرستیال سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۰
Background image

آمریت ارتباط و آگاهی عامه (نشرات) پوهنتون علوم طبی کابل به منظور آگاهی‌دهی و ترویج ارزش‌های دینی، یک بروشر معلوماتی در مورد ماه مبارک رمضان تهیه و توزیع کرده است. 

آمریت ارتباط و آگاهی عامه (نشرات) پوهنتون علوم طبی کابل به منظور آگاهی‌دهی و ترویج ارزش‌های دینی، یک بروشر معلوماتی در مورد ماه مبارک رمضان تهیه و توزیع کرده است. 

این بروشر حاوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

مشاور و شماری از رئیسان معینیت مالی و اداری وزارت تحصیلات عالی کشور به منظور ارزیابی روند کاری معاونیت مالی و اداری پوهنتون و آمریت های مربوطه آن، از پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» بازدید کرد. 

این هیئت در جریان سفر کاری خویش با معاون مالی و اداری پوهنتون، مسئولان آمریت‌های ارتباط و آگاهی عامه(نشرات)، تدارکات، مالی، امور کارکنان و سایر بخش‌های مربوطه نشست‌های جداگانه برگزار. . .

BACK TO NEWS