د کانکور لومړي مقام ګټونکي د هېواد لومړني تحصیلي بنسټ ته لار پیدا کړه! 

IT_Director
Mon, Jul 22 2024 3:20 PM
اتل خان رحیمزوی اول نمره عمومی کانکور امسال به پوهنتون علوم طبی کابل راه یافت

د ١٤٠٣ هـ ش کال د کانکور ازموینې عمومي اول نمره اتل خان رحیم زوی چې د کابل ولایت اوسیدونکی دی او د حبیبیې عالي لیسې څخه فارغ شوی دی د (٣٥٩) نمبرو په ترلاسه کولو سره د هېواد لومړني تحصیلي بنسټ ( کابل طبي علومو پوهنتون )د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی. 
همداراز سید حامد هاشمي چې د سید محمد آغا زوی دی او د بلخ ولایت اوسیدونکی دی د (٣٥٧) نمبرو په ترلاسه کولو سره د دوهم نمره په توګه د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ته لار پیدا کړې ده. 
د پوهنتون رهبري دوی ته د مبارکي ترڅنګ ښه راغلاست وایي او په راتلونکې کې ورته د نورو بریاوو غوښتنه کوي. 
د یادونې وړ ده چې  کابل طبي علومو پوهنتون د هېواد په کچه لومړنی تحصیلي بنسټ دی چې په ١٣١١هـ ش کې د طب پوهنځي په رامنځ ته کېدو سره تأسیس شوی دی او هر کال ورته د کانکور لارې د هېواد په کچه تر ټولو دلوړو نمبرو اخیستونکي شاګردان لار پیدا کوي. 
 تېر کال دغه پوهنتون ته د کانکو په ازموینه کې تر پنځم نمبرې پورې په لوړو نمرو بریالیو زده کوونکو لار پیدا کړې وه.

Latest news

BACK TO NEWS