د دعوت او ارشاد مشورتي غونډه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په شتون تر سره شوه

IT_Director
Sat, Dec 07 2024 8:37 AM
د دعوت او ارشاد مشورتي غونډه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په شتون تر سره شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد مشورتي کمېټې غونډه د لوړوزده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت په ګډون په داسې حال کې چې د پوهنتون رئیس او د جلسې غړیو شتون درلود تر سره شوه.

د غونډې په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس له ګډون څخه مننه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې له پوهنتون څخه فارغ محصلان باید په اسلامي شریعت برابر او  د قرانکریم په تفسیر او ترجمې بشپړه پوهه ولري. 

د غونډې په دوام د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په دغه جلسه کې له ګډون څخه د خوښۍ تر څنګ د دیني او عصري علومو د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دعوت او ارشاد آمریت شتون یې په یوه اداره کې د دیني موضوعاتو رسولو، قرانکریم د تفسیر تدریس او ترجمې لپاره مهم وباله.  

په پای کې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي حبیب الله حماد د یاد آمریت د فعالیتونو او کړنو لنډ راپور له ګډونوالو سره شریک کړ او د آجنډا موضوعات یې بیان کړل چې د جلسې غړیو د وړاندیزونو او نظرونو له وړاندې کېدو وروسته لازمې پرېکړې تر سره شوې.

Latest news

BACK TO NEWS