د لومړي ځل لپاره د اندوسکوپي FESS په کارولو سره د سینوس جراحي عملیات بریالی ترسره شو

IT_Director
Thu, Jan 09 2025 9:50 AM
برای نخستین بار عمل جراحی سینوس با کاربرد اندوسکوپی(FESS) موفقانه انجام شد

د کابل طبي علومو پوهنتون د سرطاني ناروغیو(آنکولوژي) د جراحي او داخله څانګې جراحانو او ډاکټرانو د غوږ، ستوني او پوزې ناروغیو متخصص ډاکټر معصوم جان منګل په همکارۍ د یو ۱۵ کلن ځوان د لومړي ځل لپاره د اندوسکوپي FESS په کارولو سره د سینوس جراحي عملیات  بریالی ترسره کړ. 

د آنکولوژي څانګې آمر ډاګټر عبدالمنان باوري په وینا؛ دغه ناروغ د پوزې د بندښت او وینې بهېدنې له امله یاد روغتون ته مراجعه کړې وه چې د معایناتو له بشپړېدو وروسته د سینوس کتله تشخیص او جراحي عملیات یې بریالی ترسره شو.

همدارنګه ډاکټر باوري زیاته کړه دا لومړي ځل دی چې دغه عملیات د یاد روغتون د سرطاني ناروغیو په جامع مرکز کې ترسره کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS