.

IT_Director
Mon, Mar 10 2025 8:57 AM
ccsf

کابل طبي علومو پوهنتون د علي اباد تدریسي روغتون د وسایطو (موټر، موټرسایکل او بایسکل) د ساتنې پارکینګ د مزایدې او افر خلاصونې جلسه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د روڼتیا او د داوطلبانو ترمنځ د سالم رقابت په موخه ترسره کړه.

د غونډې په پيل کې مالي او اداري مرستیال د ښه راغلاست ترڅنګ ګډونوالو ته پر روڼتیا او د تدارکاتي اصولو په پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ.

په دوام يې د داوطلب شرکتونو لخوا د قانوني طرزالعمل مطابق افرونه خلاص او وکتل شول.

Latest news

BACK TO NEWS