د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه پوهنتون اړوند له علي اباد تدریسي روغتون څخه د شپې لخوا لیدنه وکړه.

IT_Director
Sun, May 18 2025 9:31 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه پوهنتون اړوند له علي اباد تدریسي روغتون څخه د شپې لخوا لیدنه وکړه.

د پوهنتون اړوند له تدریسي روغتونونو څخه دنظارت په لړ کې له روغتون څخه د لیدنې موخه د روغتون کتنه او بستر شویو ناروغانو ته د واړندې شویو خدمتونو د کیفیت او څرنګوالي ارزونه وه.

د پوهنتون رئیس له ناروغانو څخه د لیدنې پر مهال د روغتون مسوولینو ته د روغتیایي خدمتونو د لا ښه کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې څه مود مخکې له میوند تدریسي روغتون څخه هم د شپې لخوا کتنه وشوه.

Latest news

BACK TO NEWS