...

IT_Director
Thu, May 29 2025 9:03 AM
kkkkh

د میوند تدریسي روغتون د راپور پر اساس یو ماشوم چې یوازې ۵۰۰ ګرامه وزن په لرلو سره زېږېدلی و د جدي روغتیايي ستونزو لکه د زېږون پر مهال د ساه بندېدو، بدن ته د وینې نه رسېدو، د زېږېدنې عفونت سره مخ و چې د یاد روغتون د نیونتالوژي څانګه کې د تخصصي درملنې وروسته یې وزن ۱۲۰۰ ګرامو ته رسېدلی او روغتیایي وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.  
   
دغه نوي زېږېدلي ماشوم ته تر جدي څارنې لاندې د تنفسي مرستو دستګاه (CPAP)، وریدونو له لارې تغذیې، انټي بیوټيک درمل، د مور شیدې، له وخت مخکې زېږېدلیو ماشومانو ځانګړې شیدې او نور ضروري توکي تطبیق شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په روغتون کې د شته امکاناتو په لرلو سره د دغه روغتون روغتیایي ټیم په نه ستړي کېدونکو هڅو سره توانېدلی چې د یاد ماشوم په روغتیايي حالت کې د پام وړ ښه والی راشي.

Latest news

BACK TO NEWS