د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان له لوري ډاکټر عزیرالرحمن نیازی د دغه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو.

IT_Director
Sat, May 31 2025 9:07 AM
داکتر عزیزالرحمن نیازی به حیث معاون جدید معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل، از سوی شیخ الحدیث مفتی احسان الله ابوالفیضان رئیس این پوهنتون طی مراسمی رسماً به هیئت رهبری، استادان و کارمندان معرفی شد.

په دغه مراسمو کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس په خپله وینا کې د اطاعت، ريښتینولۍ، ژمنتیا او مسوولیتونو په ترسره کولو کې د امانت دارۍ اهمیت ته اشاره وکړه او د څېړنو برخه یې د پوهنتون علمي پرمختګ لپاره مهمه وبلله. د پوهنتون رئیس له نوي ټاکل شوي مرستیال څخه وغوښتل چې د دغه برخې د لازیاتې ځواکمنتیا او ښه والي لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي او نوموړي ته یې په سپارل شوې دنده کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د بریالیتوب هیله وکړه.    

ډاکټر عزیرالرحمن نیازي د مسوولینوله باور څخه د مننې تر څنګ دغه دنده یو لوی مسوولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې د علمي څېړنو د کچې لوړوالي، پراختیا او ځواکمنتیا لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS