د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا فوق العاده غونډه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور ترسره شوه. په دغه ناسته کې د پوهنتون د ودې او پراختیا لپاره رغنده نظریات، وړاندیزونه او د ستونزو د حل  په اړه هر اړخیز بحث وشو.

IT_Director
Wed, Jun 04 2025 10:16 AM
جلسه فوق‌العاده شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل با حضور شیخ الحدیث مولوی صاحب نداء محمد ندیم وزیر تحصیلات عالی برگزار شد. در این نشست، بحث‌های همه‌جانبه پیرامون راه‌حل مشکلات، ارایه نظریات سازنده و پیشنهادات جهت توسعه و انکشاف پوهنتون صورت گرفت.

د غونډې په پیل کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د لوړو زده کړو وزیر صاحب ته د ښه راغلاست تر څنګ پوهنتون ته د راتلو او د دغه بنسټ علمي او اکاډمیکو مسایلو ته له پاملرنې ستاینه وکړه.

وروسته بیا د لوړو زده کړو وزیر صاحب په دغه غونډه کې له ګډون څخه د خوښۍ په څرګندولو سره کابل طبي علومو پوهنتون د هېواد د لوړو زده کړو له معتبرو بنسټونو څخه وګڼلو او له ټولو مسوولینو یې وغوښتل څو د یاد پوهنتون د پراختیا او ودې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د ناستې په جریان کې د پوهنتون رهبرۍ له لوري یو شمېر مهم علمي او زېربنايي موضوعات شریک او مطرح شول او د لوړو زده کړو وزیر صاحب د پېشنهادونو د اورېدو تر څنګ د دغه پروګرامونو ترسره کېدو د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. 

همدارنګه د پوهنتون استادانو هم د تدریسي، څېړنیزو او روغتیایي خدماتو وړاندې کولو لپاره د غوره زمینې برابرولو په اړه نظریات او پېشنهادونه وړاندې کړل چې د لوړو زده کړو وزیر صاحب له لوري په پوره غور سره واورېدل شول.

سې شنبه د ۱۴۰۴/غبرګولي ۱۳ مه
د ۱۴۴۶/ ذوالحجې ۶ مه

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS