د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په (Craniotomy and Excision of Sellar and Suprasellar SOL) روش سره د مغز د ژور تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.
د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر رحمت الله صلاح نورزي په وینا د سمنګان ولایت اوسېدونکي ۱۳ کلن ناروغ چې د شدید سر درد، لاسونو او پښو ضعیف والي، عصبي حملو او سترګو لید د کموالي له ماله یې یاد روغتون ته مراجعه کړې وه، د تشخیصیه معایناتو ترسره کېدو وروسته تشخیص شوه چې د مغز ژور تومور نخامیه غده تر اغېز لاندې نیولې ده چې د درملنې لپاره یې د کرانیوتومي او ځای نیونکي ټپ ایستلو (SOL) پروسیجر عملي شو.
له عملیات وروسته د ناروغ عمومي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او له وروستیو کتنو او ارزونې وروسته له روغتون څخه رخصت شو.
