د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په تېر ۱۴۰۴ کال کې ناروغانو ته د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله دغه روغتون د ۵ میلیونه، ۶۶۱ زره او ۹۴۸ افغانۍ عوایدو په راټولولو بریالی شوی دی.
دغه عواید د ډاکټرانو، روغتیايي او اداري کارمندانو د دوامداره هڅو، روغتیايي خدماتو کیفیت ښه والي، ناروغانو د مراجعې زیاتوالي او له شته امکاناتو څخه په اغېزناکه توګه د ګټې اخیستنې له امله لاسته راغلي دي. همدا رنګه یاد روغتون د تشخیصیه خدماتو ، د سترګو ناروغیو درملنې او عملیاتونو زمینې برابرولو په برخه کې د ناروغانو د روغتیايي وضعیت ښه والي لپاره مهمه ونډه ترسره کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا اړوند سترګو تدریسي روغتون د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو تر څنګ د سترګو ناروغیو څانګې د محصلانو په روزنه کې هم مهمه ونډه لري.
