د کابل طبي علومو پوهنتون او کابل سنټر ښوونیز مرکز ترمنځ د ښوونیزو او تحصیلي همکاریو هوکړه لیک د محصلانو د علمي او مهارتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شو.

IT_Director
Tue, Apr 14 2026 3:13 PM
د کابل طبي علومو پوهنتون او کابل سنټر ښوونیز مرکز ترمنځ د ښوونیزو او تحصیلي همکاریو هوکړه لیک د محصلانو د علمي او مهارتي ظرفیتونو د لوړولو په موخه لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک له مخې، دواړو لوریو د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخو کې د لنډمهالو او اوږدمهالو روزنیزو کورسونو پر جوړولو او ترسره کولو ټینګار کړی دی. همدارنګه، د علمي او تعلیمي سیمینارونو جوړول او د محصلانو د مهارتونو لوړولو په موخه د عملي پروګرامونو پلي کول هم د دې همکارۍ برخه ده.
دواړه لوري هیله لري چې دا ګډه همکاري به د محصلانو د پوهې، مهارت او وړتیاوو په لوړولو کې مهمه ونډه ولري او د هغوی د مسلکي ودې لپاره به په بېلابېلو تعلیمي برخو کې مناسب فرصتونه برابر کړي.

Latest news

BACK TO NEWS