د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري او د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ ډاکټرانو په همکارۍ د زابل ولایت اوسېدونکي یو ۲۰ کلن ناروغ د کیڼ فمورال شریان (Left Femoral Artery) د ترمیم جراحي عملیات

IT_Director
Mon, Jun 08 2026 3:40 PM
عمل جراحی ترمیم شریان فمورال چپ (Left Femoral Artery) بیمار ۲۰ ساله از ولایت زابل در دیپارتمنت جراحی عمومی شفاخانه تدریسی علی‌آباد به همکاری داکتران دیپارتمنت جراحی صدری انستیتیوت امراض صدری و قلبی وعایی پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن سینا»  انجام شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د عمومي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو له لوري او د سینې زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ ډاکټرانو په همکارۍ د زابل ولایت اوسېدونکي یو ۲۰ کلن ناروغ د کیڼ فمورال شریان (Left Femoral Artery) د ترمیم جراحي عملیات ترسره شو.

ناروغ د چپې پښې د ورون برخې د شدید ټپ له امله روغتون ته انتقال شوی و. له لومړنیو ارزونو وروسته تشخیص شوه چې د پښې لاندینۍ برخې ته د وینې رسېدنه ځنډنۍ شوې ده، د وینې حرکت نبض یې د لمس وړ نه دی  او کيڼ فمورال شریان (Left Femoral Artery) په بشپړ ډول پرې شوی دی.

له بيړنیو اقداماتو وروسته یې د فمورال شریان د پیوند لپاره د ښۍ پښې ورید (بيروني رګ) (Right Great Saphenous Vein) څخه د کار اخیستلو په توګه د ترمیم جراحي عملیات ترسره شو.

 د یادولو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او د وینې جریان یې د پښې لاندینۍ برخې ته بیا پیل شوی او د پښې نبض هم د لمس وړ دی.

Latest news

BACK TO NEWS