د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین شیخ عبدالله سیحان په مشرۍ د دغه وزارت هئیت د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له درسي بهیر څخه نظارت او لیدنه وکړه. 

IT_Director
Sun, Jun 14 2026 2:50 PM
د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین شیخ عبدالله سیحان په مشرۍ د دغه وزارت هئیت د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له درسي بهیر څخه نظارت او لیدنه وکړه. 

د دغه لیدنې پر مهال  یاد هیئت له درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د روزنیزو پروګرامونو د پر مخ بېولو څرنګوالي، استادانو له لوري د تدریس لارې چارې او د درسونو د وړاندې کېدو کیفیت ارزونه یې ترسره کړه. همدا راز دغه هیئت له یو شمېر محصلانو سره هم لیدنه وکړه او د هغوی د وړاندیزونو، ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته یې د هغوی اړتیاوو ته د رسېدنې او غوره تحصیل د زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.


په دغه لیدنه کې د محصلانو چارو معین د پوهنتون مسؤلینو، استادانو او محصلانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د تدریس د کیفیت لوړوالي پر ارزښت او محصلانو ته د لا زیاتو آسانتیاوو په رامنځته کېدو یې ټینګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS