د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنمټ متخصصو ډاکټرانو له لوري  تېره اوونۍ د مغز او اعصابو درې لوی پيچلي جراحي عملیاتونه بریالي ترسره شول.

IT_Director
Wed, Aug 05 2026 11:28 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنمټ متخصصو ډاکټرانو له لوري  تېره اوونۍ د مغز او اعصابو درې لوی پيچلي جراحي عملیاتونه بریالي ترسره شول.

دغه جراحي عملیاتونه د CuSA پرمختللې ماشین په وسیله چې د مغز او اعصابو په جراحي کې د عصري ټکنالوژۍ یوه وسیله بلل کېږي ترسره شوي دي.  

د یادو عملیاتونو ترسره کېدل په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو کچې د لوړوالي په برخه کې مهم ګام بلل کېږي او د پرمختللیو او پېچلیو جراحي عملیاتونو په ترسره کولو کې د داخلي روغتیايي کادرونو د ورځ تر بلې پیاوړتیا څرګندويي کوي.