کابل طبي علومو پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

IT_Director
Thu, Mar 16 2023 8:51 AM
کمپاین نهال شانی در پوهنتون علوم طبی کابل آغاز شد

کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" د کب میاشتې۲۰ نېټه چې په هېواد کې د نيالګيو کېنولو د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده او د پسرلي د رارسېدو په مناسبت او له دوړو څخه د پاکې فضاء او زرغون چاپېریال برابرولو په موخه د دغه پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني د مالي او اداري چارو مرستیال او د نشراتو آمر هم حضور درلود د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل کړه.

پوهنیار رحماني د نيالګيو اېښودلو او د پوهنتون له شنو ساحو څخه د ليدنې پر مهال د  حفظ او مراقبت  له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې شنو ساحو پالنې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال به (۶۳۵) مثمر او  غير مثمر نيالګي په مناسبو ځايونو کې کېښودل شي او دغه راز د پوهنتون د انګړ ښایسته کولو لپاره (55)  د اوسپني او خټې ګلدانونه هم چمتو شوي دي.

Latest news

BACK TO NEWS