ډاکټر خپل ژوند او روغتیا د نورو د روغتیا او ژوند لپاره له ګواښ سره مخ کوي

IT_Director
Wed, Jul 05 2023 3:46 PM
داکتر زندگی و سلامتی خود را برای سلامتی و زندگی دیگران به خطر می اندازد

د کابل طبي علومو پوهنتون د کنفرانسونو په نمبر(۱) تالار کې د ډاکټرملي  ورځ  د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس، د پوهنتون علمي مرستیال،  د پوهنځیو او تدریسي روغتونونو رئيسانو، د پوهنتون استادانو ، متخصصینو، محصلانو او ګڼ شمېر نورو کسانو په ګډون سره ولمانځل شوه.

په یاده غونډه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني د ډاکټر ملي ورځې د مبارکۍ تر څنګ په خپلو خبرو کې د ډاکټرانو د زیار او هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: "ډاکټران د هر ډول ناروغیو د خطرونو سربېره خپل ژوند د نورو خلکو د روغتیا لپاره وقف او روغتیایي خدمات تر سره کوي څو خلک روغ او سالم ژوند ولري". 

د غونډې په دوام د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل ډاکټرانو ته د دغې ورځې مبارکي ورکړه  او ویې ویل چې د ډاکټر ورځ باید د خلکو او ناروغانو لخوا د شانداره مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي او هڅې یې وستایل شي ترڅو ډاکټران لا تشویق شي او ښه روغتیایي خدمات وړاندې کړي. 

وروسته د قلبي، وعایي هضمي ډيپارټمنټ استاد پوهاند دوکتور شمس الرحمن رحماني د ټولو ډاکټرانو او استادانو په استازیتوب  په ټولنه کې د ډاکټر د مقام په اړه خبرې وکړې او په ملي کچه په ټول هېواد کې د د غې ورځې د لمانځلو وړاندیز یې وکړ. 

په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي حبیب الله حماد د اسلام له نظره د ډاکټر د مقام په اړه خبرې وکړې او غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.
 

 

Latest news

BACK TO NEWS