د هیواد په کچه علمي او روحاني شخص د کابل قلعه جواد حضراتو کورنۍ غړي حضرت ابوبکر آغا المجددي د کابل طبي علومو پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

IT_Director
Tue, Dec 23 2025 2:17 PM
د هیواد په کچه علمي او روحاني شخص د کابل قلعه جواد حضراتو کورنۍ غړي حضرت ابوبکر آغا المجددي د کابل طبي علومو پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د دغه لیدنې په ترڅ کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شيخ الحديث مفتي احسان الله ابو الفيضان نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، څو د دغه پوهنتون محصلان د عصري زده کړو ترڅنګ دیني زده کړې او معلومات هم ترلاسه کړي او په دغه برخه کې یې دوی ته اغېزمنې علمې برنامې او سیمنارونه هم وړاندې کړي دي. 

د ناستې په دوام کې حضرت ابوبکر آغا المجددي د کابل طبي علومو پوهنتون د فعالیتونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې افغانستان به یوه ورځ د علمي، طبي او څېړنیز پرمختګ په برخه کې لوړې کچې ته رسېږي، څو بهرنیان د زده کړو لپاره دغه هېواد ته راشي.
د یادونې وړ ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون وروستۍ لاسته راوړنې او پرمختګونه، ددې لامل شوي چې دې پوهنتون ته د بېلابېلو هېوادونو د پوهانو او ديني علماوو پام اوښتی دی.

Latest news

BACK TO NEWS