د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال رهبري شورا لومړۍ ناسته د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون ترسره شوه.

IT_Director
Thu, Apr 02 2026 8:55 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون«ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال رهبري شورا لومړۍ ناسته د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ او د شورا غړیو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د ۱۴۰۴ کال فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته رواړنو ته اشاره وکړه او د پوهنتون او روغتونونو د مسولینو او کارمندانو له ريښتینو هڅو او زیار څخه چې خپل مسوولیتونه یې په ښه توګه سرته رسولي دي مننه وکړه. نوموړي همدا رنګه ټینګار وکړ چې د روان کال په جریان کې هم د روزنیز کیفیت لوړوالي او روغتیايي او علمي خدماتو په برخه کې د اغېزمنو ګامونو پورته کېدو هڅه وشي.

د ناستې په دوام کې د آجنډا اړوند د ۱۲ مهمو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزه کتنه ترسره شوه چې د شورا غړیو له لوري د نظرونو او پېشنهادونو له وړاندې کېدو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS