د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

IT_Director
Wed, Apr 08 2026 9:38 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون له لوري د دغه پوهنتون محصلانو لپاره د وخت مدیریت مهارتونو لوړوالي او په «(EXIT EXAM) آزموینه کې د بریالیتوب په موخه د دغه پوهنتون له لوري روزنیز سیمینار وړاندې شو. 

په دغه سیمینار کې ډاکټر نجیب الله رامش چې د افغانستان طبي شورا د ۱۴۰۴ کال په آزموینه کې یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی د آزموینې پر مهال د وخت په مدیریت کې د خپلو تجربو، اغېزناکو تخنیکونو او لارو چارو په اړه محصلانو ته معلومات وړاندې کړل. همدا رنګه نوموړي محصلانو ته د غوره پروګرام جوړونې، د آزموینې پر مهال له وخت څخه سمې ګټې اخیستنې پر اهمیت او پر پوښتنو باندې د ښه تمرکز کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې څو د خپلو بریالیتوبونو کچه لوړه کړي

دغه سیمینار د محصلانو له لوري د موضوع اړوند پوښتنو په ترسره کېدو سره يای ته ورسېد.

Latest news

BACK TO NEWS