د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي په ډيپارټمنټ کې د Radical Nephrectomy + I.V.C Thrombectomy + Lymphadenectomy  په نوم یو نادر او پېچلی عملیات بریالی ترسره شو. 

IT_Director
Mon, Aug 10 2026 9:48 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي په ډيپارټمنټ کې د Radical Nephrectomy + I.V.C Thrombectomy + Lymphadenectomy  په نوم یو نادر او پېچلی عملیات بریالی ترسره شو. 

دغه جراحي عملیات د یاد ډېپارټمنټ متخصصو ډاکټرانو له لوري د کابل ولایت اوسېدونکي یو ۳۷ کلن ناروغ چې د پېچلې ناروغۍ له امله یې علي آباد تدریسي روغتون ته مراجعه کړې وه ترسره شو. 

د دغه ډيپارټمنټ ډاکټران وايي چې له عملیات وروسته د ناروغ  عمومي وضعیت ښه او د قناعت وړ دی او د لازمو مراقبتونو او څارنې تر بشپړېدو وروسته به له روغتون څخه رخصت شي.