په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

IT_Director
Tue, Sep 08 2026 10:38 AM
په کابل طبي علومو پوهنتون کې د حضرت محمد مصطفی ﷺ  د ژوند، سیرت او شخصیت په اړه د محصلانو د پوهې کچې د لا زیاتوالي په اړه د « سیرت النبي ﷺ » تر عنوان لاندې د پوهاوي او علمي کنفرانس د دغه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو یو شمېر محصلانو په ګډون ترسره شو.  

په دغه کنفرانس کې وینا والو د رسول الله ﷺ  د سیرت، دعوت او رسالت پړاونو او په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د بیغمبر ﷺ  په ژوند کې د رامنځته شویو پېښو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې لازم معلومات وړاندې کړل. 

وینا والو د پیغمبر ﷺ د ژوند بېلابېلو برخو په بیانولو سره د آن حضرت ﷺ د اخلاقو، سلوک، صبر، ريښتینولۍ او ژوند لارو چارو په خپلولو ټینګار وکړ او محصلان یې د خوږ پیغمبر ﷺ د سپېڅلي سیرت مطالعې او له هغه سره آشنا کېدو ته وهڅول.