د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه.
دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان کې د کمېټې غړیو د آجنډا اړوند موضوغاتو په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د دغه مرکز د طبي وسایلو د اخیستلو بهیر د ښه والي لپاره یې خپل نظرونه او پېشنهادونه وړاندې کړل.
د ناستې په پای کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز لپاره پر وخت د اړتیا وړ طبي وسایلو په تهیه کېدو ټینګار وشو او ګډونوالو د یادو وسایلو د پېرلو بهیر چټکتیا لپاره پر لازمه همغږي او همکارۍ او پر سرطاني ناروغیو د اخته ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره د غوره امکاناتو په برابرلو ټیګار وکړ.
