د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو په یوه ناسته کې د Eastern Mediterranean Public Health Network (EMPHNET) موسسې له استازو سره د اړیکو پراختیا او هر اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

IT_Director
Thu, Nov 20 2025 10:04 AM
شماری از اعضای هیئت رهبری پوهنتون علوم طبی کابل در یک نشست با نمایندگان موسسه Eastern Mediterranean Public Health Network (EMPHNET)  روی گسترش روابط و همکاری‌های همه‌جانبه بحث و گفتگو کردند.

په دغه ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د دغه موسسې د همکاریو د زیاتوالي او لا ډېرو ناستو غوښتنه یې وکړه.

د غونډې په دوام د پوهنتون رهبري هیئت د EMPHNET موسسې له لوري د علمي څېړنو، روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو، روزنې، ظرفیت لوړونې او د پوهنتون عمومي کتابتون د ځواکمنتیا په برخو کې پر همکاریو ټینګار وکړ. 

د EMPHNET موسسې استازو له کابل طبي علومو پوهنتون سره د همکاریو په اړه د رضایت څرکندولو تر څنګ ډاډ ورکړ چې په ټولو ممکنو برخو کې به خپل ملاتړ او همکاري ترسره کړي.

Latest news

BACK TO NEWS