د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال د ۲۴۰ تنه محصلانو فراغت‏غونډه د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو رهبرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د استازو، پوهنتون رهبرۍ

IT_Director
Thu, Oct 08 2026 8:41 AM
محفل فراغت ۲۴۰ تن از محصلان پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» سال ۱۴۰۵، با حضور مقامات امارت اسلامی افغانستان، رهبری وزارت‌های صحت عامه و تحصیلات عالی، رئیس اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، رهبری پوهنتون، استادان، خانواده‌های فارغان و شماری از مهمانان برگزار شد.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال د ۲۴۰ تنه محصلانو فراغت‏غونډه د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو رهبرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د استازو، پوهنتون رهبرۍ استادانو، د فارغانو کورنیو او یو شمېر مېلمنو په حضور ترسره شوه. 

په دغه غونډه کې د یاد پوهنتون ۲۴۰ تنه محصلان له خپلو تحصیلي دورو څخه فارغ شول چې د نرسنګ پوهنځي ۴۹ تنه، د عامې روغتیا پوهنځي ۸۴  او د روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځی۱۰۷ تنه پکې شامل وو. 

د فراغت په دغه محفل کې ویناوالو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ له طبي څانګو څخه فراغت لوی ویاړ او دروند مسؤلیت وباله او د لوړو زده کړو پر دوام، د تخصص او فوق تخصص زده کړو په ترلاسه کولو، د اسلامي او مسلکي اخلاقو مراعاتولو او خلکو ته د ريښتیني خدمت په وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

ویناوالو همدارنګه د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو پر پراختیا، د تخصص او فوق تخصص برنامو لپاره د زمینې برابرولو، او د تدریسي روغتونونو د بېلابېلو روغتیايي برخو تجهیز او مهمو پروژو په ترسره کولو ټینګار وکړ او د خلکو لپاره د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو غوښتنه یې وکړه، دوی له فارغانو څخه وغوښتل څو له خپلې پوهې او تخصص څخه د خلکو لپاره د ريښتیني خدمت په برخه کې کار واخلي. 

په پای کې فارغو محصلانو ته د تحصیلي دورې د بریالي پای ته رسېدو په پار سرټیفيکېتونه هم ډالۍ شول.