د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال د ۲۴۰ تنه محصلانو فراغتغونډه د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو رهبرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د استازو، پوهنتون رهبرۍ
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د ۱۴۰۵ کال د ۲۴۰ تنه محصلانو فراغتغونډه د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو، عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو رهبرۍ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د استازو، پوهنتون رهبرۍ استادانو، د فارغانو کورنیو او یو شمېر مېلمنو په حضور ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د یاد پوهنتون ۲۴۰ تنه محصلان له خپلو تحصیلي دورو څخه فارغ شول چې د نرسنګ پوهنځي ۴۹ تنه، د عامې روغتیا پوهنځي ۸۴ او د روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځی۱۰۷ تنه پکې شامل وو.
د فراغت په دغه محفل کې ویناوالو فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ له طبي څانګو څخه فراغت لوی ویاړ او دروند مسؤلیت وباله او د لوړو زده کړو پر دوام، د تخصص او فوق تخصص زده کړو په ترلاسه کولو، د اسلامي او مسلکي اخلاقو مراعاتولو او خلکو ته د ريښتیني خدمت په وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
ویناوالو همدارنګه د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو پر پراختیا، د تخصص او فوق تخصص برنامو لپاره د زمینې برابرولو، او د تدریسي روغتونونو د بېلابېلو روغتیايي برخو تجهیز او مهمو پروژو په ترسره کولو ټینګار وکړ او د خلکو لپاره د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو غوښتنه یې وکړه، دوی له فارغانو څخه وغوښتل څو له خپلې پوهې او تخصص څخه د خلکو لپاره د ريښتیني خدمت په برخه کې کار واخلي.
په پای کې فارغو محصلانو ته د تحصیلي دورې د بریالي پای ته رسېدو په پار سرټیفيکېتونه هم ډالۍ شول.
