د تخار ولایت یو ۲۵ کلن ځوان چې له دوو میاشتو راهیسې د شدید سردرد، سترګو کمزورتیا، کيڼ لاس اوپښې له کمزورتیا څخه کړېده؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټيم له لوري یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

له بشپړ معایناتو وروسته متخصصو ډاکټرانو وموندله چې د ناروغ په مغز کې یو لوی تومور شتون لري. د روغتیایي مسوولینو په وینا، څو نور روغتونونه د دغه تومور د وضعیت پېچلتیا له امله د عملیاتو ترسره کولو ته نه وو حاضر شوي او ناروغ د درملنې لپاره بهرنیو هېوادو ته د سفر وس هم نه درلود.
د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم، د ډاکټر رحمت الله نوروزي په مشرۍ وکولای شو چې د یاد تومور جراحي عملیات په بشپړ بریاليتوب ترسره کړي. همدا رنګه روغتیایي مسوولینو وویل چې دغه ناروغ له عملیات وروسته پرته له کومې ستونزې د ښه روغتیایي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.