د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنيرۍ ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ یو شمېر فارغانو د خپلو نوښتونو او لاسته راوړنو د لړۍ په دوام کې، دا ځل د "Smart Mobile Surgical Light" په نوم یو ګرځنده جراحي څراغ ډیزاین او جوړ کړی دی.

IT_Director
Wed, Oct 29 2025 9:49 AM
به ادامه سلسله ابتکارات و دستاوردهای فارغان دیپارتمنت تکنالوژی انجنیری طبی این پوهنتون شماری از فارغان این دیپارتمنت موفق به طراحی و ساخت چراغ سیار جراحی با نام Smart Mobile Surgical Light  گردیده‌اند.

یاد څراغ په روغتونونو کې د عملیاتو خونو د عملي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی، چې د لوړوالي تنظیم، د رڼا زاویې بدلون، او آسانه لېږد وړتیاوې لري. دا څراغ په ځیرک کنټرول سیستم سره سمبال دی او له ورته نورو څراغونو خورا لږ انرژي مصرفوي.

د دې آلې د جوړولو موخه د محصلانو تخنیکي وړتیاوو پیاوړتیا او د هېواد طبي اړتیاوو ته د کورنیو تولیداتو له لارې ځواب ویل دي.

Latest news

BACK TO NEWS