د کابل طبي علومو پوهنتون د طبي انجنيرۍ ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ یو شمېر فارغانو د خپلو نوښتونو او لاسته راوړنو د لړۍ په دوام کې، دا ځل د "Smart Mobile Surgical Light" په نوم یو ګرځنده جراحي څراغ ډیزاین او جوړ کړی دی.
یاد څراغ په روغتونونو کې د عملیاتو خونو د عملي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره جوړ شوی، چې د لوړوالي تنظیم، د رڼا زاویې بدلون، او آسانه لېږد وړتیاوې لري. دا څراغ په ځیرک کنټرول سیستم سره سمبال دی او له ورته نورو څراغونو خورا لږ انرژي مصرفوي.
د دې آلې د جوړولو موخه د محصلانو تخنیکي وړتیاوو پیاوړتیا او د هېواد طبي اړتیاوو ته د کورنیو تولیداتو له لارې ځواب ویل دي.
