د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي ټکنالوژۍ انجنیري ډيپارټمنټ د روان کال له پیل راهیسې د دغه پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو ۴۴ پایې ماشینونه او طبي تجهیزات ترمیم کړي دي.
په دغه طبي وسایلو کې الکترولات، د عملیات مېز، ۳۰۰ موډل مایکرولب، د انستیزي، اکسرې ماشین ، CBC ، الکتروکتر، د ناروغ د حیاتي نښو مانیتور (Patient Monitor)، د اکسیجن ، ACG او Warmer ماشینونه شامل دي.
