د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې د لوړوالي لپاره مهم وبلل.

په دغه پروګرام کې د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز د دیني څانګې مسوول مولوي محمدالله عدالت یار د اسلام دین له نظره د مخدره توکو کارونې د مخنیوي او وقايې پروګرامونو د ارزښت او په ټولنه کې د نشه يي توکو کارونې د بدو پایلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې له مخدره توکو سره مبارزه نه یوازې روغتیايي مسوولیت دی بلکې یوه دیني او ټولنیزه دنده هم ګڼل کېږي.

همدا رنګه د دغه مرکز د ټولنیزو کارمندانو عمومي مدیر ډاکټر هوشمند قریشي په نشه يي توکو د ځوانانو د روږدي کېدو، زیانونو، فردي او ټولنیزو پایلو د لاملونو او د مخدره توکو د مخنیوي او کمولو لپاره د اغېزناکو لارو چارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. 

یاد سیمینار د محصلانو د پوهاوي کچې لوړولو او له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د هڅونې او د هغوی د فعالې ونډې لرلو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

#نه_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۸:۳۱
Background image

#اته_ویشتم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  ترميم او رنګمالي ترسره شوه .

. . .

BACK TO NEWS