د تخار ولایت یو ۲۵ کلن ځوان چې له دوو میاشتو راهیسې د شدید سردرد، سترګو کمزورتیا، کيڼ لاس اوپښې له کمزورتیا څخه کړېده؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټيم له لوري یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
د تخار ولایت یو ۲۵ کلن ځوان چې له دوو میاشتو راهیسې د شدید سردرد، سترګو کمزورتیا، کيڼ لاس اوپښې له کمزورتیا څخه کړېده؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټيم له لوري یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

له بشپړ معایناتو وروسته متخصصو ډاکټرانو وموندله چې د ناروغ په مغز کې یو لوی تومور شتون لري. د روغتیایي مسوولینو په وینا، څو نور روغتونونه د دغه تومور د وضعیت پېچلتیا له امله د عملیاتو ترسره کولو ته  نه وو حاضر شوي او ناروغ د درملنې لپاره بهرنیو هېوادو ته د سفر وس هم نه درلود.

د علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ټیم، د ډاکټر رحمت الله نوروزي په مشرۍ وکولای شو چې د یاد تومور جراحي عملیات په بشپړ  بریاليتوب ترسره کړي. همدا رنګه روغتیایي مسوولینو وویل چې دغه ناروغ له عملیات وروسته پرته له کومې ستونزې د ښه روغتیایي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS