د شپږ تنو ښځینه رضاکاره ټرېنيانو د جذب خبرتیا

IT_Director
اطلاعیه ثبت نام شش تن ترینی(رضاکار) اناث

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي آباد تدریسي روغتون د اړتیا پر اساس د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ لپاره شپږ تنه ښځینه د تخصص ټرېني رضا کارانو ته اړتیا لري. نو له ټولو هغه مینوالو غوښتنه کېږي، چې غواړي خپله د تخصص دوره د اعصابو جراحي په برخه کې بشپړ کړي، د نوم لیکنې لپاره د خبرتیا تر نشر کېدو وروسته د لس کاري ورځو لپاره د یاد پوهنتون د طبي زده کړو پراختیا ریاست ښځینه څانګې ته مراجعه وکړي او خپل اړین اسناد تسلیم کړي. 
اړین اسناد:
-  د تذکرې کاپي
-  د طبي شورا د کامیابۍ نمرو کاپي
-  د لېسانس دورې د نمرو، ترانسکرېپت او دیپلوم کاپي

د نوم لیکنې ځای:
د طبي زده کړو پراختیا ریاست، ښځینه څانګه د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره مهرباني وکړئ له دې شمېرې سره  اړیکه ونیسئ 0202511591

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۱
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱
Background image

خبرتیا!

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرامونو نوم لیکنه
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون لپاره پر شرایطو برابرو دواطلبانو ته خبر ورکوي چې د . . .

Back to announcements