د غاښونو ډاکټرانو یو ټيم چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او له هغوی سره د خپلو تجربو شریکولو او همکارۍ په موخه د یوې اونۍ لپاره کابل ته سفر وکړ

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۳۳
تیمی متشکل از داکتران دندان‌ از شهر لندن به هدف همکاری، ارتقای سطح علمی و به اشتراک گذاشتن تجربیات خود با داکتران شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی پوهنتون علوم طبی کابل، برای مدت یک هفته به کابل سفر کردند. این سفر از سوی موسسه "رونق افغانستان" (Prosper Afghanistan) سازمان‌دهی و ترتیب شد، که هدف اصلی آن کمک به بازسازی و بهبود وضعیت بهداشت و درمان در افغانستان است.

د غاښونو ډاکټرانو یو ټيم چې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې او له هغوی سره د خپلو تجربو شریکولو او همکارۍ په موخه د یوې اونۍ لپاره کابل ته سفر وکړ. دغه سفر د رونق افغانستان (Prosper Afghanistan) موسسې له لوري پلان او ترتیب شوی چې اصلي موخه یې په افغانستان کې د درملنې او روغتیایي وضعیت ښه ږوالي او بیا رغونه کې همکاري ده. 

د غاښونو متخصصانو دغه اته کسیز تجربه لرونکی ټیم  چې په بېلابېلو برخو لکه: د ماشومانو د غاښونو طب، د ژامې جراحي او لږ اغېزمنو غاښونو طب (minimally invasive dentistry) کې کابل ته راغلی افغان ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو سربېره د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ډاکټرانو ته د روزنې او پوهې انتقالولو په موخه راغلی دی. 

د یوې اونۍ په بهیر کې یادو ډاکټرانو د ستوماتولوژي تدریسي روغتون په بېلابېلو برخو کې روغتیایي او روزنیز فعالیت ترسره کړ. هغوی د غاښونو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ژامې جراحي، ماشومانو د غاښونو طب، او غاښونو پرمختللي طب کې د تخصصي کورسونو په جوړولو سره افغان ډاکټرانو ته عملي او نظري روزنه ورکړه.  

له بلې خوا د لندن ډاکټرانو او رونق افغانستان (Prosper Afghanistan) موسسه هیله من دي چې دا ډول همکارۍ او روزنیز پروګرامونه به د افغانستان روغتیایي خدماتو کچې د لوړولو او روغتیایي وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي. هغوی له افغان ډاکټرانو سره د نيږدې همکاریو څخه خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې د لازیاتو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. 

د یاد سفر په پای کې د لندن ډاکټرانو ټیم د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون له ډاکټرانو څخه مننه وکړه او د لازیاتو همکاریو او روزنې په برخه کې یې چمتو والی وښوده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS