د غوره روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې د "درملو معقول کارول" مهم او اړین اصل دی

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۱۱:۳۹
کشاپ چې پينځ

په همدې موخه نن یکشنبه د روان کال د زمري پر ۲۹ نېټه د "درملو معقول کارولو" تر عنوان لاندې ورکشاپ د کابل طبي علومو پوهنتون فارمکولوژي ډیپارټمنټ لخوا د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت د کادري روغتونونو ډاکترانو ته په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې استازو هم حضور درلود، جوړ شو.

د پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د ورکشاپ له جوړېدو د مننې تر څنګ وویل چې د درملو معقول کارول د خلکو او ناروغانو د ژوند ژغورنې او په روغتیایي خدماتو کې د باور رامنځته کېدو لامل کېږي.

دغه ورکشاپ چې پينځه ورځې به دوام ولري له اجنډا سره سم د درملو معقول کارول، د درملو غیرمعقول کارولو بنسټیز عوامل، د درملو معقوله کارولو ترویج، له معیاري لارښوونو سره بلدیت او ګټه اخیستنه، د درملو د توزیع له مناسبه میتودونو ډاډ تر لاسه کولو او په بیلابیلو کچو د درملو معقول او غیر معقول کارولو په اړه به استادان خپل سیمینارونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری ناروغان د انټي بیو ټیک او نورو درملو څخه چې یوازې د ډاکټر په اجازه او یا دنسخې په موجودیت کې باید ورکړل شي، خپل‏سره درملنه کوي چې دغه دوایی له بده مرغه د غیر مسلکي پلورونکیو لخوا په پرچون ډول خرڅېږي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS