د لومړي ځل لپاره په کابل طبي علومو پوهنتون کې د قرانکریم د تفسیر او ترجمې دوره پیل شوه

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۳۸
د لومړي ځل لپاره په کابل طبي علومو پوهنتون کې د قرانکریم د تفسیر او ترجمې دوره پیل شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون د کارکوونکو، استادانو او محصلینو لپاره د قرانکریم د معنا او مفهوم د زده کړې او همدا راز د اسلامي فرهنګ د ودې په موخه د الهي کلام د ترجمې او تفسیر لومړۍ دوره د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري پیل شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني د قرانکریم د نزول او موخو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: قرانکریم حق کتاب دی او الله (ج) د بشریت د لارښوونې لپاره نازل شوی دی ترڅو د ژوند ټولې چارې د هغه مطابق تنظیم کړو.
 پوهنیار رحماني له ټولو کارمندانو وغوښتل چې هره ورځ د تفسیر او ترجمې په درسونو کې ګډون وکړي. 

د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي حبیب الله حماد  د تفسیر او ترجمې ارزښت او فضیلت ته په اشارې وویل، د تفسیر او ترجمې دورې پیل موخه له معنا او تفسیر سره د قرانکریم زده کړه او په خپل ژوند کې د دې کلام د لارښونو عملي کول دي.

د یادولو وړ ده چې د قرانکریم د ترجمې او تفسیر درسونه هره ورځ له رسمیاتو نیم ساعت مخکې له مهالویش سره سم به دوام 
ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS