د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۹:۸
د لوړو زده کړو وزارت په پرلپسې هڅو ټول دولتي پوهنتونه پیلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي.

د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

بل لورته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي.

درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام وکړي.

په سرد سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په (۲۷) نیټه پيل او د معمول سره سم به دوام ولري.

د یادولو وړ ده چې په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ ه ش کال کانکور له لارې بریالي شوي زده کړیالان د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوي.

د زده کړیالانو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو لخوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیل کېږي.

همدا شان د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوند موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او ادارو چارو ته جدي پاملرنه کوي او زده کړیالانو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو ...

بر اساس گزارشات شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا»، این شفاخانه در ماه عقرب سال روان هجری شمسی توانسته است به ارزش ۱ میلیون ۹۷۰ هزار ۹۲۰ افغانی عواید از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۳۴
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د ډاکټرانو، متخصصانو، او نوکریوالانو د مسوولیتونو لارښود په اړه

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د ډاکټرانو، متخصصانو، او نوکریوالانو د مسوولیتونو لارښود په اړه علمي کنفرانس د دغه پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د رقبي (ورمېږ) نخاع تومور (Cervical Spinal Cord Tumor Resection) لرې کولو حساس او پرمختللی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر محفوظ صمیم  وايي چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی یو ۵۵ کلن ناروغ د بدن په پاسنیو او لاندینیو برخو په ځانګړي ډول د پښو د ضعیف والي او لږ حرکت درلودلو له امله. . .

BACK TO NEWS