د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۹:۳
جلسه شورای علمی پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد

د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا غونډه نن سې شنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې پر ۲۱ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د رئیس پوهنيار دوکتور فضل الرحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه.

دغه غونډه، چې د پوهنتون د علمي کادر د غړیو د تقرر، ترفيع او د پوهنتون د يو شمېر نورو مهمو علمي مسايلو د څېړلو په موخه جوړه شوې وه د اجنډا له مخې د استادانو د ترفيع او تقرر سربېره د نیوناتولوژي تغذيې او انتاني ناروغیو د ډیپارټمېنټونو په نصاب هم خبرې وشوې او د عامې روغتیا د ماسټري پروګرام تدریسي برخه د طبي زده کړو پراختیا ریاست ته د لېږد تر څنګ د استادانو تقاعد او د افغان طبي مجلې په اړه  هر اړخیز بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

ښاغلي رحماني د غونډې په وروستیو کې د پوهنتون له ټولو ډیپارټمېنټونو څخه وغوښتل، هغه استادان چې نړیوالې مقالې لري د کابل طبي علومو پوهنتون په نوي جوړیدونکي نړیوال ژورنال کې د خپرېدو لپاره د علمي چارو معاونیت ته واستوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS