د کابل ابوعلي ابن‌سینا طبي علومو پوهنتون کې د آنلاین طبي ژورنال په هکله پینځمه ناسته ترسره شوه

IT_Director
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۴۹
KUMS

دا ناسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ (قوس) میاشتې په ۲۷مه نېټه چهارشنبې ورځ په یاد پوهنتون کې دایره شوه. په دې ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون استاد محترم پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: "څېړنه د انسان له مهمو او اړینو ځانګړنو څخه دي، چې په قرآن عظیم الشأن کې هم په دې اړه ډېر ټینګار شوی دی." همدارنګه د پوهنتون رئیس په افغانستان کې د علمي څېړنو د مخینې په اړه هم خبرې وکړې او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل: "څېړنې او لیکوالۍ په مخکنیو زمانو کې هم زموږ په هېواد کې ډېر ارزښت درلود او ډېره وده یې کړې وه؛ تر دې چې د هرات په نامه زموږ د هیواد مجله د سیمې په کچه تر ټولو مخکښه او ځانګړې مجله وه." پوهاند ډاکتر مومند صیب د خپلو خبرو په پای کې د علمي څېړنو په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت له مشاور ښاغلي ډاکتر محمد وسیم اقبال څخه د یاد پوهنتون د طبي ژورنال رامنځته کولو په برخه کې د هغو د دایمي همکاریو په پار ترې مننه وکړه او د دې همکاریو د منندویۍ لپاره یې ښاغلي اقبال صاحب ته مننلیک ورکړ. بیا ښاغلي ډاکتر محمد وسیم اقبال د آنلاین طبي ژورنال د رامنځته کولو په اړه د خبرو سربېره د دې ژورنال د ودې او پرمختګ په اړه یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

په دې ناسته کې د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو برخې آمر ښاغلي پوهاند ډاکتر عبدالواسع سلطاني د نوې وبپاڼې رامنځته کولو او د دې پوهنتون د افغان طبي مجلې لپاره د (ISSN) کوډ نمبر اخیستلو په هکله مفصلې خبرې وکړې. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل، چې د پوهنتونونو او علمي بنسټونو اعتبار او موقف د علم او څېرنو په اساس سنجول کېږي او که په یو علمي بنسټ کې څېړنې ترسره نشي، نو دا په دې معنا ده، چې په هغه بنسټ کې علم تولید شوی نه دی.

د غونډې په پای کې د دې پوهنتون استادانو د اړوندې موضوع په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۷
Background image

#یودېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده تدريسي روغتونونو د عمومي او اساسي ترميماتو په پروژې  کې د صدري قلبي وعايي ناروغيو انسټيټيوټ  تعمير. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۷
Background image

#دېرشم_پوسټر

په 1403 هـ.ش کال کې د 15.7 ميليونه افغانيو په ارزښت د کابل طبي علومو پوهنتون د عمومي او اساسي ترميماتو او رنګمالۍ په پروژې  کې د ستوماتولوژي تدريسي روغتون  د چمن ترميم او بيار رغونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۴
Background image

د «مخدره توکو د کارونې مخنیوي» تر عنوان لاندې د روږدو درملنې ملي پروګرام ریاست د معتادینو د ۴۵۰ بستریز مرکز له لوري د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د عامه پوهاوي په موخه سیمنار وړاندې شو.

د پروګرام په بیل کې د نرسنګ پوهنځي رئیس فضل هادي صدیقي د ښه راغلاست تر څنګ ګډونوالو ته د دغه سیمینار د څرنګوالي او اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه ډول پروګرامونه یې د محصلانو د پوهاوي کچې. . .

BACK TO NEWS