د کابل ابوعلي ابن‌سینا طبي پوهنتون د محصل نړیواله ورځ ونمانځله

IT_Director
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۵:۱۸
KUMS1

د محصل نړیوالې ورځې د نمانځنې په پار ترتیب شوې غونډه د کابل د ابوعلي ابن‌سینا پوهنتون د علمي کنفرانسونو په لومړۍ شمېره تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د دې پوهنتون علمي معاون پوهاند ډاکتر نجیب‌الله امرخېل، د محصلانو چارو معاون پوهندوی ډاکتر سید محفوظ بدخش، د دې پوهنتون د پوهنځیو او صحي مرکزونو رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی وو.  

د یاد پوهنتون علمي معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب الله امرخېل د محصلینو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ ویلو تر څنګ په مفصل ډول د دې ورځې د تاریخي مخینې او د دې ورځې د نومونې په اړه خبرې وکړې. دغه راز ښاغلي امرخېل صیب د خپلو خبرو په بله برخه کې د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د افغانستان د محصلینو د برحقو او عدالت غوښتونکو مبارزو په اړه خبرې وکړې او د هر وخت ټولو حالاتو په پام کې نیولو سره یې د هغوی رول مهم او اغېزمن وباله. ډاکتر امرخېل د خپلو خبرو په پای کې له محصلینو وغوښتل چې د علم، پوهې، وړتیا او تخصص د ترلاسه کولو په اساس د افغانستان پرمختګ او ودې په لار کې هلې ځلې وکړي. 

بیا د دې پوهنتون د محصلانو چارو معاون ښاغلي پوهندوی ډاکتر سید محفوظ بدخش دا ورځ د هیواد ټولو محصلینو او په تېره د کابل طبي پوهنتون محصلینو ته مبارک وویله او د محصلینو د مسئولیتونو او وجایبو په هکله یې خبرې وکړې. ښاغلی بدخش په خپلو خبرو کې وویل، چې د کابل د ابوعلي ابن‌سینا طبي پوهنتون هڅه کوي، چې د دې پوهنتون محصلینو ته د زده‌کړو مناسبه او غوره زمینه برابره کړي. 

دغه راز په دې غونډه کې د "لنکن" دفتر استازې آغلې صدف کوهستانۍ هم د دې پوهنتون محصلینو ته د ښوونیزو سهولتونو د رامنځته کولو په هکله خبرې وکړې. همدارنګه د ستوماتولوژۍ د محصلینو د ټولنې مسوول ښاغلي سید حامد خلیل، د عامې روغتیا د محصلینو د ټولنې مسئول ریاض احمد احمدی، د طب پوهنځي د ټولنې غړې آغلې کامله، د صحي علومو متمم ټولنې غړې آغلې فرادیس قادري او د نرسنګ او قابلګۍ د ټولنې مسئول ښاغلي امین‌الله د خپلو جلا جلا پریزېنتېشنونو په وړاندې کولو سره د خپلو ټولنو د لاسته راوړنو او فعالیتونو په هکله خبرې وکړي.  

په پای کې هم د کابل ابوعلي ابن‌سینا د طبي علومو پوهنتون رهبرۍ پلاوي د یو شمېر ځانګړو ډالیو په ورکولو سره د یاد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلین تقدیر او وستایل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS