د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» ممتاز محصلان وستایل شول

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۰:۱۸
محصلان ممتاز و برتر پوهنتون علوم طبی کابل"ابوعلی ابن سینا" تقدیر شدند

نن دوشنبه د روان کال د لیندۍ پر ۱۹ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون غوره او ممتاز محصلان چې د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې په تحصیل بوخت دي، وستایل شول.

د ممتازو محصلانو دغه غونډه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاری محمد یونس راشد، د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه هیئت، د مرکز تحصیلي بنسټونود محصلانو چارو مرستیالانو، یو شمېر استادانو او محصلانو په ګډون د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد عطاالله فیضي ممتازو محصلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل، هغه محصلین چې په خپل زیار او کوښښ وتوانېدل لوړې درجې تر لاسه کړي وستایل شول او دغه ساینه دوی ته یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل وویل چې د طب علم زده کړه ستونزمنه ده او په ټولنه کې یې عملي کول ساده کار نه دی، نن د ویاړ ځای دی چې دغه محصلان وتوانېدل چې ممتازه درجه تر لاسه کړي، نوموړي له ټولو محصلانو وغوښتل چې په زیار او هڅه سره په ملي او نړیواله کچه ویاړلي ډاکټران او متخصصان جوړ شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین په دغه مراسمو کې د هېواد پر ځان بسیاینې باندې خبرې وکړې، ځوانان او محصلان يې د علم زده کړې ته و هڅول او ویې ویل چې افغانستان آزاد  هېواد دی، امنیت خوندي دی او د تحصیلي بنسټونو لپاره ښه امکانات موجود دي تر څو ځوانان او محصلان په بشپړ ډاډ او روحیې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هېواد په هره برخه کې د پر ځان بسیاینې، ودې او پرمختګ پر لور روان شي. 

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د طبابت پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د طب علم په ټولو علومو کې لوړ مقام لري ځکه د طب علم په وسیله د انسان ژوند ژغورل کېږي. د محصلانو چارو معین د محصلانو لپاره له وخت څخه سمه ګټه اخیستنه ډېره اړینه وبلله او له محصلانو یې وغوښتل چې په سم پلان جوړول سره پر خپلو درسونو او تحصیل پرمختګ باندې تمرکز ولري.

د ویلو ده چې د کابل طبي علومو پوهنتون د ټولو محصلینو له ډلې د طب، ستوماتولوژي، روغتیایي تکمیلي علومو، عامې روغتیا او نرسنګ پوهنځیو ۹۰ تنه محصلانو ته چې لوړې درجې یې تر لاسه کړې وې، د پوهنتون ادارې له لوري ترتیب شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS