د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او کارمندانو لپاره درې ورځنی دیني او علمي سیمینار د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، پوهنتون رهبري هیئت، دیني علماء کرامو، استادانو او کارمندانو په حضور پیل شو.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۱۲

د سیمینار په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپله وینا کې دغه ډول ناستې د اسلام ستر پیغمبر (ص) میراث و باله او ویې ویل چې د دنیا او آخرت ښېګڼې د اسلامي شریعت په اطاعت کې نغښتې دي چې د اسلامي شریعت په موخو کې د (دین، نفس، نسل، عقل او مال) ساتنه شامل دي.

په همدې حال کې د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان وویل چې دغه ډول سیمینارونه د استادانو او کارمندانو لپاره اغېزمن دي او هڅه دي وشي چې د پوهنتون استادان او کارمندان له خپلو زده کړو او پوهې څخه د خپلو چارو په سرته رسولو کې د اسلامي شریعت اصولو په پام کې نیولو سره کار واخلي او د پوهنتون او تدریسي روغتونونو مراجعینو ته غوره خدمات وړاندې کړي. 

د سیمینار په لړ کې د اخلاص، ذهد، اخلاص او ښه نیت موضوعات د شیخ الحدیث محب الله آخندزاده او د اسلامي نظام اهمیت، ګټې، موخې او د هغه ساتنه موضوعات د شیخ الحدیث نقیب الله له لوري بیان شول. 

د یادولو وړ ده چې دغه سیمینار به دوه ورځې نور هم دوام لري او د نبوي سنت، شرعي امیر ټاکل، په اسلام کې د ښځو دريځ، امانت ساتل او د تقلید حکم مهم دیني موضوعات به پکې بیان شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې ورځو لپاره د عملي او برېښنايي دورو تحلیل روزنیز پروګرام پیل کړ. 

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیرۍ ډيپارټمنټ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ محصلانو ته چې د یاد انسټېټیوټ له لوري دغه پوهنتون ته معرفي شوي وو؛ د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان په کچه د سرطاني ناروغيو د ستر جامع مرکز له چارو ليدنه او ارزونه وکړه.

محترم شيخ صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدريسي روغتون د ياد مرکز څخه د لیدنې پر مهال اړوندو مسؤولینو ته ځانګړې سپارښتنې او هدایات وکړل او د سرطاني مرکز د پاتې چارو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۲۷
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ په همغږۍ د وینې د الکترولایتونو د سنجش یوه. . .

BACK TO NEWS