د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په Whipple روش سره د ننګرهار ولایت اوسېدونکي یو ۴۵ کلن ناروغ د پانکراس پرمختللی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۲۱
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د آنکولوژي او بطني جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو په Whipple روش سره د ننګرهار ولایت اوسېدونکي یو ۴۵ کلن ناروغ د پانکراس پرمختللی جراحي عملیات بریالی ترسره کړ.

د دغه ډيپارټمنټ غړي پوهنیار احمد عمر امیري په وینا، ناروغ د بدن ژېړوالي، پوستکي خارښت او لړزې له امله د روغتون عاجلې څانګې ته مراجعه کړې وه چې له بشپړ تشخیصیه معایناتو وروسته د صفراوي غدې په وروستۍ (CBD)برخه کې د  کتلې شتون  له امله یې Obstructive  Jaundice  تشخیص او د جراحي عمليات وړ و بلل شو. د عملیات په جریان کې د صفراوي غدې په مجرا (خالیګا ) کې مشخصه پتالوژي ونه لیدل شوه؛ مګر د مجرا اړخو له کتنې وروسته د پانکراس په سر  د ۳×۴ سانتي مترو په اندازه یوه سخته کتله (تومور) تشخیص شو چې ناروغ ته د  Whipple پرمختللی پروسیجر تطبیق شو.     

د یادولو وړ ده چې ناروغ له ۲۸ ورځې بستر او جدي څارنې وروسته د قناعت وړ روغتیايي وضعیت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو او د بشپړ درملنې د دوام لپاره هم د کیموتراپي څانګې ته معرفي شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین شیخ عبدالله سیحان په مشرۍ د دغه وزارت هئیت د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له درسي بهیر څخه نظارت او لیدنه وکړه. 

د دغه لیدنې پر مهال  یاد هیئت له درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د روزنیزو پروګرامونو د پر مخ بېولو څرنګوالي، استادانو له لوري د تدریس لارې چارې او د درسونو د وړاندې کېدو کیفیت ارزونه یې. . .

BACK TO NEWS