د کابل طبي علومو پوهنتون او ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ بنسټ تر منځ د ګډو همکاریو په موخه د ټیکا بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» له رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان سره لیدنه وکړه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۴۱
به هدف همکاری های مشترک میان پوهنتون علوم طبی کابل و نهاد هماهنگی و همکاری های ترکیه، فاضل اکن اوردغان ریس نهاد تیکا با شیخ الحدیث مفتی احسان الله ابوالفیضان ریس پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا» دیدار  کرد. 

د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا»   رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه بنسټ استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان تحصیلي نظام ډېر زیانمن شوی او تل د یاد سیستم د بیا رغونې لپاره هڅې شوې دي. 

د ټیکا (Tika) بنسټ رئيس فاضل اکن اوردغان له افغانستان سره د وروستیو ۲۰ کلونو همکاریو ته په اشارې سره وویل چې له پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ یې په کاري لومړیتوبونو کې دي او له کابل طبي علومو پوهنتون سره د همکاریو ژمنه یې وکړه.

له لیدنې وروسته د ترکیې هېواد د همکاریو او همغږۍ آژانس (Tika) استازو د علي آباد تدریسي روغتون رفقي بېګ سناتوریم څخه چې له افغانستان سره د دغه هېواد د دوامداره همکاریو څرګندويي کوي لیدنه وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS