د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو کې د ناروغانو لپاره د ښه روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۸:۴۵
جلسه هماهنگی شفاخانه‌های پوهنتون علوم طبی کابل به هدف هر چه بهتر عرضه خدمات صحی برای مریضان و حل مشکلات برگزار شد.

یاده ناسته کې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوې وه د مالي او اداري چارو مرستیال د صحي موسساتو مرستیالې هم حضور درلود.

په پیل کې د روغتونونو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او ستونزو د نوکریوالانو، د OPD څانګې، د ځای د کموالي او د HMIS سیستم په اړه راپور وړاندې کړ، چې پر هر یوه هر اړخیزه بحث وشو او لازمې پرېکړې ونیول شوې.

همدارنګه په دې غونډه کې د روغتيايي او اداري سيسټم د ښه والي په موخه روغتونونو ته د مالي واک د سپارلو په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې یاده موضوع دې د لوړو زده کړو له وزارت سره همغږې او شریکه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS