د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د غوږ او ستوني برخې متخصصانو یو پېچلی او نادره جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره کړ.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۹:۱۸
متخصصان و داکتران بخش گوش و گلو شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل، عملیات پیچیده و نادر جراحی را موفقانه انجام دادند.

میوند تدریسي روغتون وایي، د یو هېوادوال په مرۍ کې یو بېرونی څیز (شپېلۍ) نښتی و، میوند تدریسي روغتون ته تر مراجعې او د دغه روغتون د متخصصینو او ډاکترانو له بررسۍ او د معایناتو تر بشپړېدو وروسته یې عملیات په بریالي ډول تر سره او شپېلۍ د ناروغ له مرۍ راویستل شوه.

د دغه روغتون د غوږ او ستوني ډيپارټمنټ استاد پوهندوی دوکتور عارف ابراهیمي چې دغه عملیات یې په بریالي ډول سرته رسولی وایي؛ د ۳۵ سانتي مترو په اوږدږالي او ۳ سانتي متر پنډوالي په لرلو سره د لرګي شپېلۍ د ناروغ په مرۍ کې موجوده وه چې د نوموړي د تنفسي او هضمي سیستم د بندېدو لامل شوې وه، ډاکټر ابراهیمي زیاته کړه چې تر اوسه پورې د روغتون په کچه داسې عملیات نه و ترسره شوی چې دا لومړی ځل دی دا ډول عملیات په بریالي ډول ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې د میوند تدریسي روغتون د دغه روغتون د ډاکترانو او مسلکي متخصصینو د پوهې او ظرفیت په لوړولو  سره ډېره هڅه کوي  ترڅو خپلو هېوادوالوته ښه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS