د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي محصلانو چې مخکې یې د پولیسو ۳۰۰ بستریز ملي او تخصصي روغتون څخه علمي سیر ترسره کړی و

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۱۱
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي محصلانو چې مخکې یې د پولیسو ۳۰۰ بستریز ملي او تخصصي روغتون څخه علمي سیر ترسره کړی و

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نرسنګ پوهنځي محصلانو چې مخکې یې د پولیسو ۳۰۰ بستریز ملي او تخصصي روغتون څخه علمي سیر ترسره کړی و، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس، یو شمېر محصلانو او استادانو په حضور یې د دغه علمي سیر پایلې او تجربې د یو علمي پرزنټېشن په ترڅ کې وړاندې کړې. 

په دغه پروګرام کې محصلانو د نرسنګ او روغتیایي خدماتو په بېلابېلو برخو کې خپلې زده کړې او موندنې تشرېح کړې او د پرستارۍ خدماتووړاندې کولو غوره لارو چارو، کاري نظم او روغتون په چاپېریال کې د عملي تجربو د اهمیت په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په خپلو خبرو کې د نرسنک پوهنځي استادانو او محصلانو له هڅو ستاینه وکړه او علمي سفرونه یې د ظرفیت لوړونې او روغتیایي خدماتو په برخه کې د عملي زده کړو آماده ګۍ لپاره مهم ګام وباله. نوموړي ژمنه وکړه چې د محصلانو د علمي سفرونو لپاره به لا زیاته زمینه برابره کړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۱۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون« ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون له لوري د وړاندې شویو معلوماتو ...

بر اساس گزارشات شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل« ابو علی ابن سینا»، این شفاخانه در ماه عقرب سال روان هجری شمسی توانسته است به ارزش ۱ میلیون ۹۷۰ هزار ۹۲۰ افغانی عواید از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۳۴
Background image

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د ډاکټرانو، متخصصانو، او نوکریوالانو د مسوولیتونو لارښود په اړه

په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د ډاکټرانو، متخصصانو، او نوکریوالانو د مسوولیتونو لارښود په اړه علمي کنفرانس د دغه پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۴۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د رقبي (ورمېږ) نخاع تومور (Cervical Spinal Cord Tumor Resection) لرې کولو حساس او پرمختللی جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر محفوظ صمیم  وايي چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی یو ۵۵ کلن ناروغ د بدن په پاسنیو او لاندینیو برخو په ځانګړي ډول د پښو د ضعیف والي او لږ حرکت درلودلو له امله. . .

BACK TO NEWS