د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د لړم میاشتې په جریان کې

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۳۰
شفاخانه تدریسی نسایی ولادی پوهنتون علوم طبی کابل در جریان ماه عقرب

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د لړم میاشتې په جریان کې ناروغانو ته  د تشخیص او درملنې خدمات وړاندې کړي دي. د دغه روغتون د معلوماتو پر اساس د دې میاشتې په جریان کې  ۱ زر، ۵۷۹ تنه ناروغانو ته سراپا(OPD) خدمات وړاندې شوي دي او د ۲ زره، ۳۳۲ تنه ناروغانو لپاره د لابراتواري معایناتو  خدمات وړاندې شوي دي. همدا رنګه د الټراسونډ په برخه کې ۱ زر، ۵۳۴ تنه ناورغانو ته خدمات وړاندې کړي دي.

له بلې خوا د لړم میاشتې په دوام د جراحي په برخه کې هم ۱۵۳ بریالي عملیاتونه ترسره شوي دي. دغه خدمات د مور او ماشوم د روغتیا وضعیت د ښه والي لپاره د یاد روغتون د روغتیايي ټیم له هڅو څخه دي چې د خدماتو کیفیت د لوړوالي لپاره لا هم هڅې دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۳۷
Background image

کابل طبې علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د تحصيلي او علمي کچې لوړولو په موخه د ۱۷ نویو کادري بستونو آزموينه واخیسته. دغه آزموينه د کابل طبي علومو پوهنتون بېلابېلو ډیپارټمنټونو لپاره د وړ او متخصصو استادانو د جذبولو په موخه ترسره شوه.

په دغه آزموينه کې د کابل طبي علومو پوهنتون په مختلفو تخصصي برخو کې ۴۰ تنه نوماندانو ګډون درلود. 

دغه اقدام د کابل طبي علومو پوهنتون په تدريسي او څېړنیزه برخه کې د غوره استعدادونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۳۴
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیکي جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳ کلن ماشوم د لاس وژې (پی) بیا تړلو جراحي بریالی عملیات ترسره کړ.  

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فهیم فهام په وینا؛ ناروغ د ښي لاس ګوتو حرکت او را ټولو په ځانګړي ډول د څلورمې ګوتې راټولو کمزوتیا له ماله روغتون ته راوړل شوی و. د فزیکي او  تشخیصیه معایناتو. . .

BACK TO NEWS