د کابل طبي علومو پوهنتون د دریو پوهنځیو رئيسان او د طبي زده کړو پراختیا رئیس معرفي شو

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۹:۲۵
رئیس جدید انکشاف تحصیلات طبی و سه پوهنځی پوهنتون علوم طبی کابل معرفی شد

د پوهنتون مشرتابه د لزوم دید، د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او ریاست الوزراء مقام د منظورۍ پر اساس پوهنوال دوکتور عبدالغفار همدرد د طبي زده کړو پراختیا رئیس، پوهنمل دوکتور صنیع الله زلمی د طب، پوهنمل انعام الحق منیب د ستوماتولوژي او پوهنیار محمد بلال عمري د تکمیلي روغتیایي زده‏کړو پوهنځيو رئیسانو په توګه نن شنبه د روان کال د وږي پر ۴ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل له لوري په داسې حال کې چې مالي او اداري مرستیال مولوی عبدالرحمن مرحرم او د محصلانو چارو مرستیال عطاءالله فیضي هم ګډون درلود، معرفي او خپلې دندې پیل کړې.
د پېژندنې په دغه مراسمو کې پوهاند امرخېل د پخوانیو رئیسانو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له الله تعالا څخه یې نویو مقرر شویو رئیسانو ته په سپارل شویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه. 
نویو رئیسانو د پوهنتون رهبري او لوړو زده کړو وزارت له باور مننه وکړه  او هیله یې څرګنده کړه چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې د استادانو او کارمندانو په همکارۍ به د پوهنتون د کمی او کیفی چارو په ښه والي کې هڅه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS